کډوالي

د بښنې نړیوال سازمان له هېوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

له پاکستانه د راستانه شوي کډوالو انخور

بښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته د کډوالو جبري ایستل ودروي. یاد سازمان ویلي چې افغان کډوال د پاکستان او ایران او دغه راز د ځینو اروپايي هېوادونو له خوا «په نا قانونه توګه» ایستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مرستیالې، جورجټ ګانیون، تېره اونۍ په نیویارک کې د دې سازمان د امنیت شورا یوې ناستې ته وویل چې تر اوسه نږدې دوه نیم میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغې وویل دا شمېره د «نفوس شپږ سلنه زیاتوالی ښيي، چې په دغه هېواد کې شته ژور اقتصادي، اقلیمي او بشري بحرانونه نور هم پسې زیاتوي.»

بښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیه کې د افغانستان «ژورېدونکي بشري ناورین» ته په اشارې ویلي چې په دغه هېواد کې «راستنېدونکو ته د جدي زیان رسېدو واقعي خطر» ډېر شوی دی.

یاد سازمان اعلان کړی چې هېوادونه باید له هغو نړیوالو قوانینو پیروي وکړي چې «هغه ځای ته د هر چا جبري ستنول منع کوي، چې هلته د بشري حقونو له سختو سرغړونو سره له واقعي خطر سره مخ وي.»

په اعلامیه کې راغلي: «د افغانانو نسلونه د لسیزو پرله‌پسې جګړو په ترڅ کې پاکستان او ایران ته تښتېدلي، د دې مانا دا ده، چې ډېرو ځوانانو هیڅکله په خپل هېواد کې ژوند نه دی کړی. خو پاکستان او ایران په وروستیو کلونو کې د هغوی ایستلو ته مخه کړې ده.»

بښنې نړیوال سازمان دغه راز هغو رسنیزو راپورونو ته اشاره کړې چې «جرمني، اتریش او اروپايي ټولنه د جبري ستنېدو د اسانتیا په موخه د طالبانو له چارواکو سره په خبرو بوخت دي»؛ خو ټینګار یې کړی چې افغانستان ته ډېری نوي راغلي کسان شړل کېږي. دغه کسان د کار موندلو وړتیا نه لري او ورسره ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو محدودیتونو سره هم مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې مشرې، اسمریتي سینګ، ویلي: «افغانستان ته د خلکو د جبري ستنولو لپاره دا بیړه، د هغوی د تېښتې اصلي لامل او هغه جدي خطرونه له پامه غورځوي چې د ستنېدو په صورت کې ورسره مخ کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالتونو په ګډون یو شمېر لویدیځو او اروپايي هېوادونو، پر افغان پناه غوښتونکو سخت محدودیتونه لګولي دي.

له بلې خوا، ایران او پاکستان په خپلو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د نیولو او په زور ایستلو لړۍ نوره هم ګړندۍ کړې ده.