کډوالي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت: په پاکستان کې ۶۵۱ افغان کډوالو ته د منلو منفي ځواب ورکړل شوی

انځور- له دویچوله څخه ، ارشیف

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تأیید کړې، چې د دغه هېواد فدرالي حکومت ۶۵۱ افغان پناه‌غوښتونکو ته چې په پاکستان کې آلمان ته د انتقال په تمه وو، د منلو منفي ځواب ورکړی دی.

د دویچه‌وېلې د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې یادو کسانو ته تېره اوونۍ په لیکلي ډول خبر ورکړل شوی دی.

په هغه لیک کې، چې د آلمان خبري اژانس ته رسېدلی، راغلي دي:
«له هراړخیزې ارزونې وروسته دا پایله ترلاسه شوې، چې نور د الزامي منلو د تأیید لپاره بنسټ نه شته.»

د راپور پر بنسټ، د جرمني فدرالي حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د افغانستان یو شمېر وګړي، چې د موقتي لېستونو په چوکاټ کې شامل دي—د «انتقالي پروګرام» یا د بشري حقونو په نوم لېست به د منلو له رد سره مخ شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دې پرېکړې د توجیه په ترڅ کې ویلي، چې «د لا زیاتو کسانو د منلو لپاره نور سیاسي لېوالتیا نه شته.»

دا پرېکړه د افغانستان هغه وګړي هم اغیزمن کوي، چې د جرمني د مخکیني حکومت پر مهال یې د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه او کلونه کېږي چې په پاکستان کې جرمني ته د انتقال په تمه پاتې دي.

سره له دې، جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي،لا هم د سلګونو نورو افغان وګړو د انتقال لپاره هیله موجوده ده.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ۷۰۱ افغان وګړي، چې د منلو د تأیید یا د منلو د اعلان په پړاو کې دي، په پاکستان کې مېشت دي.

له دې ډلې، ۶۱۹ تنه د فدرالي منلو په پروګرام کې شامل دي او ۸۲ نور د جرمني پخواني محلي کارکوونکي دي، چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې یې د جرمني ادارو او بنسټونو لپاره کار کړی و او دا مهال له خپلو کورنیو سره په پاکستان کې ژوند کوي.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان حکومت یوازې د روان میلادي کال تر پایه پورې جرمني ته وخت ورکړی، څو د دغو کسانو د منلو بهیر بشپړ کړي؛ که نه، له دې پرته به جرمني تګ په تمه افغانان، خپل هېواد ته د بېرته شړلو جدي خطر امکان شته.

همداراز ویل شوي، چې تېره میاشت د جرمني فدرالي حکومت یو شمېر هغو افغان وګړو ته، چې کلونه یې په پاکستان کې د انتقال په تمه تېر کړي وو، د مالي مرستې وړاندیز کړی و، څو د منلو له پروګرامه تېر شي؛ هغه وړاندیز چې یوازې محدودو کسانو منلی دی.

په تازه لیکونو کې، چې د منلو د رد په تړاو استول شوي، اغېزمنو کسانو ته د افغانستان ته د ستنېدو په بدل کې د مالي مرستې وړاندیز هم شوی دی.