افغانستان کډوالي

د جرمني بهرنیو چارو وزیر: هغه شمېر افغانان باید انتقال شي، چې د منل کېدو ژمنې ورسره شوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادِفول

د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر یوهان وادِفول د هغو ټولو افغان پناه‌غوښتونکو د منلو غوښتنه کړې، چې له دې هېواده یې د منلو رسمي ژمنه ترلاسه کړې او د هغوی د ملاتړ لپاره قانوني او الزامي تعهد موجود دی.

وادِفول، چې د جرمني د مسیحي دیموکراټ ګوند غړی دی، هیله څرګنده کړې چې د دغو پناه‌غوښتونکو د منلو بهیر به د روان میلادي کال تر پایه بشپړ شي.

نوموړي د جرمني خبري اژانس «پروتستان» ته په مرکه کې ویلي:

«زما په باور، دا موضوع باید لومړیتوب ولري.»

هغه زیاته کړه:

«دا مهال اړینې ارزونې او دغه راز الوتنې په چټکۍ سره روانې دي.»

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل سره سم، هغه افغان وګړي چې دا مهال په پاکستان کې د انتقال په تمه دي، د بېرته شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي؛ داسې هېواد ته چې دوی ترې د امنیتي ګواښونو له امله تښتېدلي دي.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې دا موضوع د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د صلاحیت په چوکاټ کې راځي، خو وروستۍ پرېکړې تر ډېره د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر پورې اړه لري.

هغه کسان چې د جرمني د فدرالي پناه‌غوښتنې د منلو په پروګرام کې شامل دي، له څو کلونو راهیسې یې د منلو رسمي ژمنې ترلاسه کړې دي.

یاد کسان تر دې وړاندې د ناټو او امریکایي ځواکونو او بنسټونو لپاره کار کړی، چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې په افغانستان کې فعال وو.

د الماني رسنیو په وینا، دا کسان دا مهال د طالبانو له لوري «تر تعقیب لاندې» دي او له همدې امله ټاکل شوې وه چې د جرمني په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې خوندي ځای او ملاتړ ترلاسه کړي.

د دې ډلې یو شمېر کسان له وړاندې جرمني ته انتقال شوي دي.

خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت د یادو ملاتړ او ژمنو تړاو یو لړ پوښتنې مطرح کړې او د څه باندې ۲۰۰۰ کسانو اړوند ژمنې یې بیاځلي ارزونې بهیر ټینګار یې کړی دی.

اغېزمنو کسانو او د بشري حقونو سازمانونو په ځینو مواردو کې د حقوقي شکایتونو له لارې د الزامي منلو غوښتنه کړې ده.

د قضایي پرېکړو له مخې، دا روښانه شوې چې د انتظار په لېست کې د ډېرو کسانو لپاره قانوني او الزامي ژمنې شته.

که څه هم ، الکساندر دوبریندت په وروستیو کې د شاوخوا ۶۴۰ کسانو له منلو سره مخالفت کړی؛ خو دا اقدام د کډوالو د ملاتړو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی، او د سازمانونو په وینا یاد کسان په افغانستان کې د طالبانو له لوري د «جدي ګواښ» سره مخ دي.