افغانستان سوداګري

د طالبانو مشر د افغانستان د نفتو او ګازو اداره د یو خپلواک بنسټ په توګه منظوري کړې

د افغانستان د نفت او ګازو د ټانکرو عکس

د طالبانو مشر، ملا هبت‌الله اخندزاده، د یو فرمان په ترڅ کې د نفتو او ګازو اداره د دولتي ادارو په چوکاټ کې د یوه خپلواک بنسټ په توګه منظوره کړه.

د طالبانو د چارو ادارې مشر، نورالحق انور، ویلي چې دا وړاندیز د طالبانو د کابینې د غړو په غوښتنه د ریاست الوزرا له خوا اخندزاده ته وړاندې شوی و.

نورالحق انور پر “اېکس” لیکلي چې د طالبانو مشر خپل اداري کمیسیون ته امر کړی، څو د نفتو او ګازو ټول نږدې ۸ اړوند سکتورونه چې پخوا یې د نورو ادارو په چوکاټ کې فعالیت کاوه، د دې نوې خپلواکې ادارې په تشکیلاتو کې شامل کړي.

د نفتو او ګازو د ښه تامین په موخه د زېرمو د جوړولو زیاتوالی او د شته زېرمو ترمیمول، د بازار د انحصار کنټرول له لارې د نرخونو تثبیت، د کلني تولید کچې زیاتوالی او د کورنیو او بهرنیو پانګونو په جلبولو سره د نورو ګټه اخیستونکو په ګډون د تصفیه خانو رامنځته کول، د دغه هېواد د نفتو او ګازو شرکت له فعالیتونو څخه دي.

د دې شرکت اړوند ډېری قراردادونه پخوا د کانونو او پټرولیم وزارت په ګډون د نورو دولتي ادارو له لارې ترسره کېدل.