د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې غونډې ګډون کوو ځانګړو استازو، د افغانستان له لوري د رامنځته شويو “امنیتي ګواښونو” په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
د راپورونو له مخې، یادو هېوادونو اعلان وکړ چې چمتو دي له افغانستان سره د تروریزم، د نشه یي توکو او انساني قاچاق پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، د غونډې ګډونوالو د افغانستان د ثبات پر پیاوړتیا، سیمییزه همغږۍ، د بندیزونو او شتمنیو خوشې کولو او د بهرنیو پوځي حضور پر مخالفت ټینګار کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د روسیې، چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او پاکستان ځانګړو استازو یوځل بیا په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د هر ډول پوځي حضور له هڅو سره مخالفت څرګند کړ.
په اعلامیه کې راغلي: “ګډون کوونکو د هغو هېوادونو پر مسؤلیت ټینګار وکړ چې د افغانستان د نننۍ ورځې د وضعیت لامل دي، ترڅو د سیاسي اهرم په توګه له کارولو پرته، د دغه هېواد په بیارغونه او اقتصادي او ټولنیز وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.”
دغه راز زیاته شوې چې ګډونوالو له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د کډوالو په آزاد او با عزته راستنېدلو کې ملاتړ وکړي او زمینه ورته برابره کړي.
د ناستې استازو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو له روانو ټولو هڅو خپل ملاتړ څرګند کړ او په ورته وخت کې یې پر طالبانو او اسلام آباد غږ وکړ چې بېرته د خبرو میز ته راستانه شي او خپل منځي ستونزې د ډیپلوماتیکې لارې حل کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د غونډې ګډونوال په دې کې موافق شول، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه غونډه به په نږدې راتلونکي کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې جوړه شي.
دغه سیمه ییزه غونډه (د قوس ۲۳مه) په تهران کې جوړه شوې وه، چې د روسيې، چين، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان او ایران ځانګړو استازو په کې ګډون کړی و. طالبان که څه هم دې غونډې ته وربلل شوي وو، خو له ګډون څخه یې ډډه وکړه.
