د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې نن دوشنبه، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شوی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې له پنځه کلونو کم عمره ۷ میلیونه او ۲۰۰ زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د وزارت په وینا، کمپاین د پولیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ماشومانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي. دغه کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې سږکال په هلمند او بادغیس ولایتونو کې د پولیو پېښې ثبت شوې دي.
د وزارت چارواکو ټینګار کړی چې د واکسین کمپاین د ټولو ماشومانو روغتیا تضمینوي او له والدینو غوښتنه شوې چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي او د کمپاین په جریان کې فعال ګډون وکړي
