افغانستان

کندهار کې سلمانانو ته د طالبانو امر: ږیرې مه خرېیئ

له تيري اونۍ راهيسي طالبان په وقفه يې ډول د کندهار ولایت له بېلابيلو سيمو څخه سلمانان امنیتي حوزو ته بيایي او ورته د ږیري نه خرېيلو جدي سپارښتني کوي.

د تېري چهارشنبې پر ورځ د طالبانو د کندهار د عيدګاه دروازې ټول سلمانان بېولي، چې يو شمېر يې زنداني شوي هم وو.

د سيمي يو اوسېدونکی ثناءالله وایي، چې سلمانان د طالبانو له خوا بېول شوي، چې څو ورځي د طالبانو په زندان کې وو.

نوموړی وایي، طالبانو سلمانان د ږیري خرېیلو په له امله بېولي وو.

هغه وایي: «طالبانو تېره اونۍ د کندهار د عيدګاه دروازې ټول سلمانان له ځان سره بوتلل، چې ځيني يې څو ورځي بنديان وو او ورڅخه غوښتل شوي، چې نور په هېڅ ډول د خلکو ږیري ونه خرېیي.»

پر همدې مهال د کندهار د عينو مينې يو سلمان قندي اغا وایي، چې د رواني اونۍ د شنبې پر ورځ د کندهار ټول سلمانان اړوندو حوزو ته غوښتل شوي وو، چې طالبانو ورته جدي سپارښتنه کړې ترڅو نور د چا ږيري ونه خرېيي.

قندي اغا وایي د طالبانو د دغو محدوديتونو له امله یې کاروبار کم شوی دی.

نوموړی څرګندوي: «د شنبې پر ورځ يې موږ حوزې ته وغوښتو او راته ويې‌ویل، چې نور په هېڅ صورت ږيري ونه خرېیئ، که څوک وليدل شول، بيا د شکایت حق نه لري.»

دغه سلمان وایي طالبانو ورته ویلي، چې خلکو ته به هېڅ نه وایي، خو دوی ته به د عمل د تکرار په صورت کې سزا ورکوي.

د کندهار د عينو ميني د نوري کمپلکس يو بل سلمان امين هم وایي، چې طالبانو څو څو ځله ورته ویلي، چې ږیري ونه خرئي که نه زنداني به شي.

په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ريیس عبدالرحمن طیبي ویلی، چې دوی غواړي د وعظ او نصحت له لارې خلک له منکراتو څخه منع کړي او له چا سره به تاوتریخوالی نه کیږي.

طالبان داسي مهال کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ږیري د نه خرېیلو په اړه خبرداری ورکوی، چې همدې ډلې د خپلي واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم د ږیري د خرېيلو له امله خلک زنداني کول، موسقي اورېدل یې منع کړي وو او مېرمنو ته یې په بازارونو کې د يوازي ګرځېدو اجازه نه ورکوله.