د یوې افغان مېرمنې، چې کلونه یې له امریکايي پوځ سره همکاري کړې وه، مداقع وکیل یې وایي د موکلې د تابعیت د لوړې مراسم سره له دې چې وروستی تأیید یې ترلاسه کړی و، پرته له کوم څرګند سپیناوي لغوه شوي دي.
دا اقدام هممهاله له هغې پرېکړې سره شوی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د افغانستان په ګډون د ۱۹ هېوادونو کډوالۍ غوښتنلیکونه تر نا معلومې نېټې ځنډولي دي.
د دې کډوالې وکیل حبیب حسیني ، انبيسي ۷ سنډیاګو ته ویلي چې موکلې یې په ۲۰۱۷ کال کې د ځانګړې کډوالۍ ویزې له لارې امریکا ته داخلې شوې وه.
نوموړې د امریکايي پوځ سره د آشپزې او ژباړونکې په توګه کار کاوه او تر سختو امنیتي ارزونو وروسته یې دایمي اقامتي کارت (ګرینکارډ) ترلاسه کړی و.
د وکیل په وینا، دې مېرمنې له پنځو کلونو قانوني استوګنې وروسته، روان کال د امریکا تابعیت ته غوښتنلیک ورکړ او دوسیه یې د اکټوبر په میاشت کې تایید شوه.
د هغې د لوړې مراسم په لومړي سر کې د نومبر لپاره ټاکل شوي وو، خو د روغتیايي ستونزو له امله د ډسمبر ۱۷مې ته وځنډول شول.
خو د مراسمو تر ترسره کېدو وړاندې، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې په یوه لیک کې اعلان وکړ چې «د نهاټکل کېدونکو شرایطو له امله» دا مراسم لغوه شوي دي.
حسبیني وایي: «دا پړاو نور د ارزونې یا قضاوت مسئله نه ده؛ دا یوازې یو سمبولیک مراسم دي چې د تابعیت د ترلاسه کولو نمانځنه پکې کېږي. خو کله چې هغه تابعیت اخېستنې پروسې یوازې څو ګامه لرې وه، ورته وویل شول چې نور نشي داخلېدای.»
د دغو مراسمو لغوه کېدل وروسته له هغې شوي چې د راپورونو لمخې د امریکا د استخباراتو پخواني افغان همکار رحمانالله لکنوال لهخوا د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو تر ډزو وروسته، په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د امنیتي او استخباراتي ادارو تر جدي څار لاندې راغلي دي.
