د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې پر طالبانو باید فشار راوړل شي ترڅو د “ترهګرۍ” په اړه د دې هیواد امنیتي اندېښنو ته د رسېدو لپاره “معنی لرونکي ګامونه” واخلي.
دا لیدنه د ترکمنستان په پلازمېنه عشقآباد کې د ” سولې او باور نړیوالې ” شورا په څنډه کې ترسره شوه.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو مشرانو پر خپلو هېوادونو د “بهرنیو تیریو” په وړاندې د یو بل ملاتړ څخه مننه وکړه.
د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې راغلي چې شهباز شریف د پاکستان او ایران د ګډ اقتصادي کمیسیون (۲۲مې غونډې) ته په اشارې، د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دې همکاریو کې د سوداګرۍ پراختیا، د سرحدي بازارونو فعالول، د سرحدي امنیت زیاتول، او د اسلامآباد – تهران – استانبول اورګاډي شبکې له لارې د اړیکو پیاوړتیا شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر په همدې نړیواله غونډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم کتلي او د اسلامآباد او طالبانو ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاوو یې خبرې کړې وې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې لیدنه کې اعلان وکړ چې انقره چمتو ده د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند په بهیر کې ونډه واخلي.
د ترکیې د اړیکو ادارې په وینا، اردوغان ټینګار وکړ چې انقره له اسلامآباد سره د “ښو اړیکو” پیاوړتیا لپاره کار کوي او چمتو ده چې د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې همکاري پراخه کړي.
د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې اردوغان د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند غځول ستایلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د څارنې په میکانیزم کې یې د ترکیې ګډون ته چمتووالی ښودلی دی.
د سولې او باور نړیواله غونډه د ترکمنستان د دایمي بې پلوۍ د اعلان د ۳۰مې کلیزې په مناسبت او په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له خوا د ” سولې او باور نړیوال کال” په نوم نومول کېدو له امله په عشقآباد کې جوړه شوې ده.
شهباز شریف په عشقآباد کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي ترڅو په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د “تروریزم پر وړاندې د مبارزې” په اړه خپلو نړیوالو ژمنو ته متعهد پاتې شي.
