د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۲۱ – د ۸ بجو خبرونه

د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ملي مرکز مدیر وايي، په امریکا کې دوه زره افغانان له ترهګریزو سازمانونو سره د اړیکو په تړاو پېژندل شوي دي.

جو کېنت د امریکا د استازو جرګې د کورني امنیت په کمېټه کې زیاته کړه، چې دغه کسان هم «له متحدینو د هرکلي» پروګرام له لارې امریکا ته لېږدول شوي او دمګړۍ هم په تړاو یې څېړنې روانې دي.

هغه همداراز څرګنده کړه، چې د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرکز نږدې ۱۸ زره کسان له ترهګریزو سازمانونو سره د اړیکو په تړاو پېژندلي او دوی هم د بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته لېږدول شوي دي.