افغانستان بشري حقوق

طالبانو په درېیو اونیو کې له سل ډېر کسان په دورو وهلي دي

انځور له آرشیف څخه

د طالبانو د سترې محکمې اعلامیو څخه د راټولو شویو شمېرو له مخې، طالبانو په تېرو درېیو اونیو کې د بېلابېلو تورونو له امله ۱۰۸ تنه په دُرو وهلي دي.

د دغو شمېرو پر بنسټ، پر اوو (۷) ښځو هم “له کوره تېښتې” او نورو تورونو له امله د دُرو وهلو حکم عملي شوی دی.

بل پلو، طالبانو په روانې لمریزې میاشت کې په خوست ولایت کې یو کس د خلکو په وړاندې قصاص کړ.

تر ټولو زیات دُره وهل په پرله پسې ډول په کابل، خوست او بلخ ولایتونو کې عملي شوي دي:

په دې موده کې ۴۷ تنه په کابل، ۳۴ تنه په خوست او ۶ تنه په بلخ کې مجازات شوي دي.

ډېری افغان وګړي له کور څخه د تېښتې، الکولي مشروباتو، قاچاق، غلا، ورانکارۍ، او د قتل د پلان جوړونې په تورونو په دُرو وهل شوي دي.

ځینې هېوادوال وايي چې طالبان په عام محضر کې په دُره وهلو سره په ټولنه کې وېره او وحشت خپروي او هڅه کوي چې دا موضوع عادي کړي.

د کابل یوه اوسېدونکي وویل: “د طالبانو حکومت خلک وهي، تاوتریخوالی کوي او غواړي چې خلک چوپ او وېرېدلي وي، زما په نظر د طالبانو د ظلم په وړاندې باید غږ پورته شي.”

د ملګرو ملتونو د سرمنشي تازه درې میاشتنی راپور ښیي چې طالبانو د زمري له لسمې د لړم تر نهمې ۲۱۵ کسان، د۴۴ ښځو او نجون په ګډون، په دُرو وهلي او پر دې سربېره یې په بادغیس ولایت کې یولسم (۱۱م) علني اعدام هم اجرا کړی دی.