د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۲۰ – د ۸ بجو خبرونه

په امنیت شورا کې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا دایمي استازولۍ له دغې شورا وغوښتل، څو طالبان د ترهګرۍ ضد په نړۍوالو ژمنو کې د نه‌پرمختګ، د برمته نیونې د دوام او د افغان ولس سوکالۍ ته د نه‌پاملرنې په تړاو ځواب ورکړې ته اړ کړي.

له دې سره سم، په دغې غونډه کې د هند او پاکستان استازو هم په ظاهره د طالبانو ضد لیدلوری درلود، خو روسیې او چین بیا له طالبانو سره پر خبرو او تعامل ټینګار وکړ.

له دې ټولو سره سره، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست خبرداری ورکړ، چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو سره سم، افغانستان له سیستماتیکې ځپنې او اقتصادي پاشل کېدو سره مخ شوی دی.