د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا متحدو ایالتونو استازې وویل چې ددې هېواد اصلي لومړیتوب په افغانستان کې د امریکایي اتباعو امنیت ساتل او ددې هېواد څخه د ترهګریزو ګواښونو کمول دي.
د امریکا استازې زیاته کړه چې واشنګتن همدارنګه د هغو ټولو کسانو د آزادۍ په اړه ټینګار کوي چې بېعدالته نیول شوي او دا موضوع د افغانستان په رابطه د هغوی د پالیسۍ د اهدافو یوه برخه ده.
هغې وویل چې د طالبانو سره هر ډول نړیوال تعامل باید د ترهګریزو ګواښونو او د امریکایي اتباعو د امنیت په پام کې نیولو سره ترسره شي، او نړیواله ټولنه باید اجازه ورنه کړي چې دا ګواښونه له پامه وغورځول شي.
