د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د چین استازي ټينګار وکړ چې له طالبانو سره د نړيوالې ټولنې د تعامل د چټکتیا ساتل تر هر وخت اړین دي.
هغه وويل، د سيمې هېوادونو په وروستیو اونیو کې د طالبانو له مشرتابه سره نږدې اړيکي لرلي، څو د سيمې ثبات او اقتصادي وده پياوړې شي.
د چین استازي ویلي چې د سيمهييزې همکارۍ ميکانيزمونه او د دوحې د بهیر اړوند دوه کاري ډلې مثبت پرمختګونه لري او باید د متقابل باور د رامنځته شوو لاستهراوړنو ساتنه وشي.
د چین استازي له امنیت شورا وغوښتل چې د ۱۹۸۸م کال د بندیزونو پر وختي بیاکتنې او د سفر معافیتونو د بیا احیا له لارې، له طالبانو سره د مشروع تعامل د اسانتیا لپاره لازم شرایط برابر کړي.
