نړۍ

کنیا کې د پاکستان د نامتو خبریال وژل کېدل

Source: Facebook

د پاکستان د نامتو او پېژندل شوي خبریال او پروګرام چلوونکی ارشد شریف مېرمن جاوریا صدیق نن د دوشنبې پر ورځ تایید کړه چې خاوند یې په کنیا کې په ډزو وژل شوی دی.

هغې په خپل ټویټ کې ولیکل: «نن مې ملګرۍ، خاوند او د خوښۍ وړ خبریال ارشد له لاسه ورکړ. د پولیسو د خبرو له مخې هغه په کنیا کې په ډزو ووژل شو. زموږ خصوصي حریم ته درناوی وکړئ او کورني انځورونه، شخصي مشخصات او له روغتون څخه د هغه وروستي انځورونه مه شریکوئ. موږ په خپلو دعاوو کې یاد کړئ.»

که څه هم سر کې د دغه خبریال د وژل کېدو په تړاو معلومات نیمګړي وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار ساما ټلویزیون ته وویل، چې کنیا کې د پاکستان عالي کمیسیون «له چارواکو د معلوماتو د ترلاسه کولو په حال» دی.

د ساما د راپور له مخې د دغه خبریال د وژلو انګېزه تر اوسه روښانه نه ده.

په دې لړ کې د کنیا «سټار» ورځپاڼې د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې شریف د کنیا د پلازمینې نایروبي د سویل په ۸۰ کیلومترۍ کې په کاجیادو سړک د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

د دغه راپور له مخې شریف وروسته له هغې چې له خپل موټر چلوونکی سره د پولیسو د پلټنې له تمځای څخه پر منع شوې لار تېر شوی دی، د هغوی له ډزو سره مخ شوی. په همدې حال کې د کنیا د پولیسو یوه لوړپوړي افسر ډزې تایید کړې دي.

ارشد شریف په اګسټ میاشت کې کله چې پولیسو د «ارې نیوز» څو تنه خبریالان د پاکستان د پوځ په اړه د تحریک انصاف ګوند د مشر شهباز ګېل له بحث پارونکې بیانیې وروسته په یوه ژوندۍ ټلیفوني خبرواترو کې ونیول، د خبرونو سرټکی شو.

ګېل بلوا ته د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو پر هڅولو تورن شو.

د ارې نیوز خبریال نوم په رسمي راپور کې نه دی خپور شوی خو شریف پرېکړه وکړه له پاکستانه ووځي.

ساما راپور ورکړ، چې د هغه له وتلو څو ورځې وروسته ارې نیوز یوه بیانیه صادره او اعلان وکړ چې خپله لار له شریف سره چې د پاکستان له پرېښودو سره سم په لندن کې لیدل شوی دی جلا کوي. په دې لړ کې تر اوسه نه ده روښانه شوې چې هغه ولې په کنیا کې و.