افغانستان سیاست

د طالبانو سیاسي مخالفینو درې جریانونه وایي، د افغانستان بحران باید د بین‌الافغاني خبرو له لارې حل شي

Archive photo.

د طالبانو مخالف درې لوی سیاسي جریانونه وايي چې د لومړي ځل لپاره یو ګډ توافق رسیدلي او ټینګار کوي چې د افغانستان روان بحران باید د بین‌الافغاني خبرو له لارې، د همه شمول داخلي اجماع او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او سیمه‌ییزو هیوادونو په ملاتړ حل شي.

دغه درې جریانونو (د ملي مقاومت عالي شورا، د افغانستان ژغورنې ملي جرګه، او د سولې او عدالت ملي حرکت) نن سه‌شنبه په یوه آنلاین ناسته کې اعلان وکړ چې د روان بحران د تېرېدو لپاره یو غږ شوي او ژر به ګډه اعلامیه خپره کړي.

په دې ګډې همغږۍ کې د احمد مسعود، عطا محمد نور، یونس قانونی، حنیف اتمر، محمد محقق او عبدالرشید دوستم په ګډون مخکښ شخصیتونه شامل دي.

دوی ټینګار کړی چې په هر ډول راتلونکي سیاسي توافق کې باید د ښځو او ځوانانو ونډه هم په واضح ډول شامله وي.