افغانستان

څلورو میاشتو کې د پروان له کروندګرو د ۱۱ میلیون افغانۍ عشر راټولول

پروان کې د وچکالۍ او د طبیعي افتونو له زیاتوالي سره هممهاله، طالبانو په څلورو میاشتو کې د دغه ولایت له کروندګرو تر ۱۱ میلیوین افغانیو زیات عشر ټول کړی دی.

سره له دې چې وچکالي د پروان نیمایي اوسېدونکي په ځانګړې توګه کروندګر ګواښي او سږ کال د بزګرانو ۵۰ سلنه محصولات د موسمي ورښتونو له امله له منځه تللی دي، طالبان له هغوی عشر ټولوي.

پروان کې ولایت یو کروندګر محمد عتیق چې د انګورو نیمایی حاصلات یې د وروستیو بارانونو له امله خراب شوي دي، د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «سږکال مو ان هغه پیسې چې پر خپلو باغونو مو لګولې وې ترلاسه نه کړې. طالبان راغلل او له موږ څخه یې په زور عشر واخیست.»

کروندګر وايي، چې طالبان له ۱۰ منو غنمو یو من د عشر په توګه اخلي.

پروان ولایت کې یو بل بزګر فیروز د طالبانو له خوا د عشر پر ټولولو له نیوکې سره وایي: «کله چې له موږ څخه عشر اخلي باید په بدل کې یې د کرلو اصلاح شوي تخمونه ووېشي؛ خو (طالبان) دا کار نه کوي.َ»

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالرحیم نعماني وايي، چې په څلورو میاشتو کې یې د دغه ولایت له کروندګرو تر ۱۱ میلیون افغانۍ زیات عشر ټول کړی دی.

هغه زیاتوي: «په څلورو میاشتو کې مو ۱۱ میلیون او ۶۱۵ زره او ۸۰۵ افغانۍ عشر ټول کړی او دغه پيسې مو د افغانستان بانک ته لېږلې دي.»

که څه هم د طالبانو مشرانو تر اوسه د عشر او زکات د ټولو لپاره کومه روښانه کړنلاره نه ده وړاندې کړې؛ خو اوسمهال د هېواد په بېلابېلو سیمو، له دې جملې په پروان ولایت کې عشر او زکات ټولېږی او له دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې څو ځله له کروندګرو عشر اخیستی و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له حیواني او کرنیزو محصولاتو د عشر او زکات ټولول د خپل کلنۍ عاید یوه برخه ګڼي.