د کډوالو چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۷ لیندۍ) پاکستان ۱۱۹۸ کډوال له هېواده ووېستل.
د دې کمیسیون په وینا، همهاله، له ایران څخه هم ۳۸۱ کسان په جبري او اختیاري ډول شړل شوي دي.
د کډوالو کمیسیون وايي یاد شوي کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچه، پل ابریشم او اسلام کلا پر لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ فرضي کرښې ته څېرمه د اکټوبر میاشت کې د اته ورځنۍ شخړو وروسته، پاکستان د کډوالو د جبري شړلو او نیولو پروسه د اسلام اباد په ګډون د هېواد بېلابېلو ښارونوکې چټکه کړې ده.
په همدې حال کې، پاکستان، افغانستان سره د هر ډول تګ راتګ پر مخ لارې تړلې دي؛ خو په وروستیو کې یې یوازې د کډوالو د شړلو لپاره پرانستې.
دغه راز پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستاني او طالب جنګیالو ترمنځ په چمن کې د جمعې د شپې د ډزو وروسته د شنبې په ورځ هم دروازه تړلې وه او سل ګونه مسافر، کورنۍ او سوداګر دواړو غاړو ته بند پاتې شوي دي.
د پاکستان اکسپرس ټربیون په وینا، پاکستاني ځواکونو د جمعې په شپه ترجګړې وروسته امنیتي تدابیر سخت کړي، راپور وايي، طالبانو هم په سپین بولدک کې ځان پیاوړی کړ دی.
