افغانستان سیاست

امرالله صالح: امریکا نن سهار طالبانو ته ۴۵ میلیونه ډالر وسپارل

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال

تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر لومړي مرستیال، په اېکس (تویټر) یوه پیغام کې ادعا کړې چې د امریکا د متحدو ایالتونو نن سهار وختي طالبانو ته د نغدو مرستو ۴۵ میلیونه ډالره کڅوړه سپارلې.

د نوموړي په وینا، دا «نوې چاپ شوې پیسې» د « معلم ایرلاینز» په نوم د یوې چارټر الوتنې له لارې کابل ته لېږدول شوې دي.

تر اوسه د امریکا او طالبانو هیڅ چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ د ادارې له پیل وروسته، د امریکا بشري مرستې افغانستان ته درول شوې دي.