د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د آمو سیند په حوزه کې یې د قشقريی سیمې ۱۸۰۰۰ ټنه تیل و پلورل.
دغه وزارت د لیندۍ په ۱۶ مه، په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ۱۸ زره ټنه تېل د یوه کورني شرکت له لارې د داوطلبي په سیستم وپلورل شول.
وزارت ویلي چې د داو طلبې دا پروسه د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې تر سره شوه چې د تېلو او ګازو د قراردادونو د څارنې د طالبانو رئیس محمد حامد حیدري هم په کې ګډون کړی و.
خبر پاڼه د حیدري له خولې زیاتوي چې دا ۱۸۰۰۰ټنه تیل په ۱۰.۵ میلیونه امریکايي ډالرو و پلورل شول.
طالبان وايي چې دا پیسې به د ملي اقتصادي پراختیايي پروژو او د تېلو د استخراج د چارو لپاره وکارول شي.
د طالبانو دکانونو او پټرولیم وزارت د روان میاشتې په پیل کې هم د آموحوزې د ۱۰ زره ټنه تېلو د پلور خبر ورکړی و.
