افغانستان سوداګري

طالبانو د اماراتو یو شرکت سره د افغانستان د بندرونو د رغونې او تجهیز د شرایطو هوکړه لاسلیک کړه

د طالبانو د مالیې وزارت وايي چې متحده عربي اماراتو کې مېشتې «دي‌پي ورلډ» شرکت سره یې یو اقتصادي شرط‌ هوکړه لاسلیک کړې ده.

د دې سند موخه د هېواد د بندرونو رغونې او تجهیز لپاره د پانګونې د امکاناتو ارزول بلل شوي دي.

د رئیس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر رییس عبدالله عزام، په کابل کې د دغه سند د لاسلیک مراسمو کې وویل چې د شرط‌نامې د موادو له مخې، که نهایي توافق ته ورسېږي، د بندرونو مدیریتي او عملي چارې به د پرمختللو تجهیزاتو په کارولو سره ترسره کېږي او فعالیتونه به د نړیوالو معیارونو پر اساس پر مخ ولاړ شي.

د عزام په وینا، په لومړي پړاو کې به د افغانستان او ازبکستان پر پوله د حیرتان بندر او په دویم پړاو کې به د افغانستان او پاکستان سره د تورخم بندر ورغول شي.

دا هوکړه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې نږدې دوه میاشتې کېږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ ټولې لارې په بشپړه توګه تړلې پاتې دي.

دي‌پي ورلډ د متحده عربي اماراتو د دوبۍ مېشت یو څو‌مليتي شرکت دی چې د بندرونو، ترمینلونو، لوجستیک او نړیوال ټرانسپورت په چارو کې فعالیت لري.

دا شرکت د «دبي ورلډ» تر چتر لاندې دی او تر ۴۰ زیاتو هېوادونو کې له ۸۰ څخه ډېر بندرونه او ترمینلونه اداره کوي.