افغانستان سیاست

سرچینې: د سعودي عربستان پلاوی د خبرو او باور جوړونې په موخه نږدې ورځو کې کابل او اسلام‌اباد ته سفر کوي.

د سعودي عربستان بیرغ

سرچینو آمو ته ویلي، د ریاض په وروستیو خبرو کې سعودي عربستان د منځګړیتوب رول پر غاړه اخستی او ټاکل شوې ده چې ددغه هېواد یو ځانګړی پلاوی د اعتماد د لا زیاتېدو او د خبرو د دوام په موخه نږدې ورځو کې کابل او اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان د پلاویو ترمنځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سولې او امنیت په تړاو خبرې ترسره شوې دي.

د خبرو اترو پر مهال دواړو هېوادونو هوکړه کړې وه چې تر راتلونکو ناستو پورې به د دواړو لوریو ترمنځ اوربند وساتل شي خو بیاهم د جمعې پر ماښام د پاکستاني پوځیانو او طالبانو جګړه وشوه چې پکې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې پنځه ملکیان ووژل شول او پنځه نور ټپبان شول.

که څه هم د خبرو رسمي جزئیات لا نه دي خپاره شوي، خو د دواړو اړخونو ژمنه د تاوتریخوالي د کمېدو او د هر اړخیزو مذاکراتو د بیا پیل لپاره مهم ګام بلل کېږي.