افغانستان

د ښځو حقونو فعالانې: له ښځو د ملاتړ کوونکو بنسټونو د فعالیت درېدل د اندېښنې وړ ده

د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې وایي چې هېواد کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او د ښځو چارو وزارت په ګډون تر سلو زیاتو له ښځو د ملاتړ بنسټونو د فعالیت درېدل د اندېښنې وړ دي او دا په ټولنه کې د ښځو د څنډې ته کولو په مانا ده.

ډېری دغه بنسټونه د جمهوریت نظام پرمهال د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د اروپایي هېوادونو له خوا تمویلېدل او د طالبانو تر ادارې لاندې تېرو ۱۵ میاشتو کې د دغو بنسټونو فعالیت درېدلی دی.

د ښځو د غږ اورېدو لپاره هېڅ بنسټ نه دی فعال

د ښځو حقونو یوه فعاله سحر ساحل وایي چې افغانستان کې له ښځو د ملاتړ کوونکو بنسټونو د فعالیت درېدو مېرمنې په بېلابېلو برخو کې له ننګونو سره مخ کړې دي.

د هغې په وینا، اوسمهال هېواد کې د ښځو د ملاتړ لپاره هېڅ حقوقي مرجع نشته.

اغلې ساحل ټینګار وکړ: «تېرو ۱۵ میاشتو کې موږ هېواد کې د ښځو پروړاندې د سلګونه تاوتریخوالو شاهد وو. جبري ودونه زیات شوی دي او د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د زیاتېدو په حال کې دی چې له ښځو د ملاتړ بنسټونو نشتوالی د شته وضعیت یو لامل دی.»

هغې د دې په بیان چې مخکې له ښځو د ملاتړ بنسټونو افغانستان کې د ښخو د وضعیت په بدلون کې مهم رول درلود وویل: «َهغوی وتوانېدل د ښځو د حقونو په اړه خلکو ته پوره پوهاوی ورکړي او د نارینه‌وو د لیدلوري په بدلون کې هم اغېزناک رول ولري. اوس افغانستان کې مېرمنې، له ګڼو ستونزو سره مخ دی او په دې برخه کې هېڅ فعال بنسټ نشته ترڅو د هغوی غږ واوري.»

افغانستان کې د ښځو د وضعیت لرلید ورځ تر بلې تیاره کېږي

ترنم سیدي چې کلونه کلونه یې افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کړی دی وایي: «افغانستان کې د ښځو د وضعیت لرلید هر ورځ تیاره کېږي او له افغان مېرمنو د نړۍ د ملاتړ درېدل د دې لامل شوي چې په دغه هېواد کې ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې شي.»

اغلې سیدي زیاتوي چې د ښځو پروړاندې د طالبانو محدودیتونه د زیاتېدو په حال کې دي او که نړیواله ټولنه په دې برخه کې چوپتیا غوره کړي د افغان مېرمنو په حق کې به لوی ظلم وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان کې ښځو په بېلابېلو برخو کې زیاتې لاسته راوړنې لرلې چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره، دغه ټولې لاسته راوړنې له منځه ولاړې.

هیلې مې له خاورې سره خاورې شوې

حسنا رووفي چې د جمهوریت پرمهال یې خپلې زده‌کړې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي د زیاتو هیلو په اړه خبرې کوي چې د جمهوریت له پرځېدو سره له منځه تللې دي.

رووفي د دې په بیان چې اوس خپل او د افعانستان د نورو ښځو راتلونکی ته اندېښمنه ده وویل: «د ښځو لپاره د خدمت کولو د رښتینو بنسټونه فلج کېدو، د ښځو پر وضعیت ډېرې ناوړې اغېزې کړې دي. دغه بنسټونه په اصل کې د ښځو لپاره د کار او زده‌کړو په برخه کې زمینه برابرونکي او د اسانتیا رامنځته کوونکي وو چې اوس د هغوی له نشتون سره، هرڅه په انزوا کې دي او د دغه بهیر دوام ناورین رامنځته کوي.»

ته به وا نړیواله ټولنه هېڅ څه نه ویني

هېواد کې د ښځو حقونو یوه بله فعاله فاطمه اعتمادي افغانستان کې د ښخو د اوسني وضعیت اصلي لامل نړیواله ټولنه بولي او وایي: «نړیوالې ټولنې په ډېر حساس وخت کې افغان مېرمنې یوازې پرېښودې او پایله یې نن لیدل کېږي.»َ

هغه زیاتوي: «د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه افغانستان کې د ښځو حقونه د خرابوالی په حال کې دي. د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېرېږي او محدودیتونه همداراز د زیاتېدو په حال کې دي. په دې لړ کې، له بده‌مرغه نړیواله ټولنه پټه خوله ده ته به وا چې هېڅ څه نه ویني.»

۱۵ میاشتو کې چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو تېرېږي، نړیواله ټولنه ـ د اسلامي هېوادونو په ګډون ـ افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو پر کړنو نیوکه کړې او له دغې ډلې یې غوښتي ترڅو د ښځو پروړاندې لګېدلي محدودیتونه لیري کړي. 

تازه په ملګروملتونو سازمان کې د متحده اماراتو سفیر هېواد کې د نجونو ښوونځیو پر تړلي پاتې کېدو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو لپاره هېڅ پلمه د منلو وړ نه ده.