د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۱۴ – د ۸ بجو خبرونه

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې شپږ افغان وګړي د سړي تښتونې او د ماشومانو د جنسي ځورونې په تور په امریکا کې نیول شوي دي.

فاکس نیوز، د امریکا د کډوالۍ ادارې له قوله ویلي، چې دغه تورن کسان د بایډن د حکومت پر مهال، د «متحدینو د هرکلي پروګرام» له لارې امریکا ته راغلي وو.

بل لور ته، د امریکا د کورني امنیت وزیره وایی، چې متحده ایالات غواړي د سفر بندیز لرونکو هېوادونو شمېر له دېرشو پورته کړي.

له بلې خوا، د ټرمپ ادارې، د واشنګټن د ډزو له پېښې وروسته او د کډوالۍ د سختو پالیسیو د پلي کولو په دوام، په دې هېواد کې د کډوالو د کاري جواز موده، له پنځو کلونو اتلسو میاشتو ته راټيټه کړې ده.