افغانستان

د بشردوستانه مرستو په وېش کې د روڼتیا پر نشتوالي د اړمنو نیوکه

A group of women outside a bakery to get aid. File photo.

په پلازمینه او نورو ښارونو کې ناوړه اقتصادي وضعیت، د کار نشتون او د خلکو د عاید کموالی افغانستان کې د بېوزلۍ د زیاتېدو لاملونو دي او د ژمي موسم په رارسېدو سره د بېوزلو له وضعیته، چې د لرګیو او ډبرو سکرو د پېرلو وس نه لري اندېښنې زیاتې شوې دي.

کابل کې اړمن د بشردوستانه مرستو په وېش کې د روڼتیا پر نشتوالي له نیوکې سره، له مرستندویه بنسټونو غواړي چې دغه مرستې په عادلانه توګه ووېشي.

د کابل اوسېدونکی سردارخان له اقتصادي وضعیته په شکایت وایي: «د جمهوریت پرمهال مې په نظام کې لس کاله دنده ترسره کړه او له لاس او پښو معیوب شوم، اوس وزګار یم او هېڅ ډول مرسته نه ده راسره شوې او په ناچارۍ شپې ورځې تېروم.»

رخسار له کندز ولایت څخه کابل ته راغلې او د موسسو د مرستو له ناعادلانه وېش څخه په شکایت وایي، چې خاوند یې کارګر دی او د شپې او ورځې ډوډ‌ۍ په سختۍ پیدا کوي.

هغې وویل: «تېر یوه کال کې هېواد کې ګڼ شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او وزګار شوي دي. اوس ټول دغه کسان په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او د نړیوالې ټولنې له خوا د بشردوستانه مرستو غوښتونکي دي.»

خانم ګل له خپل ولایت څخه راغلې او اوس په کابل کې ژوند کوي. هغه د ژوند له ناوړه وضعیت او د کار له نشتون څخه په شکایت وایي: «زه له خپل زوی سره ژوند کوم. هغه روږدی دی او اته ماشومان لري او د هېڅ بنسټ له خوا کومه مرسته نه ده راسره شوې.»

کابل کې اړمن وګړي وایي، چې د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري او د هغوی په نوم ترسره شوې مرستې نورو ته ورکړل شوې دي او د بېوزلو کورنیو لاس ته نه رسېږي.

هغوی وایي چې تېر یوه نیم کال کې هېڅ ډول مرسته نه ده ورته رسېدلې.

افغانستان کې د طالبانو ادارې له بیا واکمنېدو سره د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او بشردوستانه مرستو ګټه نه ده کړې.

کابل کې اړمن ادعا کوي، چې د مرستو وېش قومي، نژادي، مذهبي او ان د خپلوانو په پام کې نیولو سره کېږي او رښتینو بېوزلو ته نه رسېږي.

د کندز یو اوسېدونکی چې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره په کابل کې دی وایي: «د دولت له لورې له موږ سره مرسته نه ده شوې… موږ دلته درې کورنۍ یو.»

له هرو ۱۰ تنو ۹ تنه یې پوره خوړو ته لاسرسی نه لري

د ملګروملتونو سازمان په یوه راپور کې چې د روان کال د تلې پر ۱۲ خپور شو اعلان کړی دی، چې تر اوس یې له افغانانو سره یو میلیارډ ډالره نقدي مرسته کړې ده او دغه نقدي مرستې به افغانستان کې د اړمنو لاس ته ورسېږي.

د ملګروملتونو سازمان ټینګار کړی چې نقدي مرستې به د طالبانو په واک کې ونه‌کړل شي او اوسمهال دغه مرستې د افغانستان په یوه بانک کې ساتل کېږي.

په همدې حال کې د افغانستان بانک هم اعلان کړی چې د ملګروملتونو سازمان له لوري یې ۴۰ میلیونه نقد ډالر یې ترلاسه کړي او هغه یې یوه سوداګریز بانک ته لېږدولې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام تېره ورځ یوه ټویټ کې ولیکل چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټول افغانستان کې له ۲۱ میلیون هغو کسانو ته چې زیانمنونکي او د خوراکي توکو له ناامني سره مخ دي پاملرنه شوې ده.

له ملګروملتونو سازمان سره دغه تړلي بنست ویلي، چې اوسمهال په افغانستان له هرو ۱۰ کسانو ۹ تنه یې نه شي کولای پوره خواړه ترلاسه کړي او مور او پلار خپلو ماشومانو ته د خوړو د برابرولو وس نه لري.

له دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان لوړې کمېشنرۍ اعلان کړی و، چې د افغانستان تر نیمایي زیات وګړي بشردوستانه مرستو او له ژوند څخه یې ساتنې ته اړتیا لري.

ویل کېږي چې افغانستان کې ۲۴.۴ میلیون تنه د خوراکي توکو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او بشردوستانه ملاتړ او مرستو ته اړتیا لري.