هند افغانستان ته له ۶۳ زرو زیات د واکسین نوې کڅوړې لېږلې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندِر جیسوال، په اکس کې لیکلي چې نوي ډیلي د افغانستان د روغتیا ملاتړ د دوام په موخه د انفلوانزا او مننژیت ۶۳ زره او ۷۳۴ دوز واکسین کابل ته سپارلي دي.
د جیسوال په وینا، دا مرستې د هند د بشردوستانه همکاریو برخه ده او موخه یې د ژمې په موسم کې د تنفسي او نورو ساري ناروغیو د زیاتېدو له امله د واکسیناسیون د ظرفیت پیاوړتیا ده.
تر دې مخکې د تلې په میاشت کې د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي و چې هند د خپلو بشردوستانه مرستو په لړ کې افغانستان ته ۱۶ ټنه درمل لېږلي دي، چې په هغو کې د ناروغیو د تشخیص وسایل هم شامل وو.
دغه راز په میزان مېاشت کې هند د زلزلهځپلو افغانانو لاسنوي په موخه د چابهار بندر له لارې درې کانتینرونه بشري مرستې کابل ته رالېږلې وې.
په دغو مرستو کې خوراکي توکي، د اوبو تصفیې دستګاوې، د پروټین پوډر، د د بستر توکي، حفظ الصحې کڅوړې، د اوبو زېرمه کولو وسایل، جنراتورونه، خېمې، کمپلې، ضروري درمل او نور طبي توکي شامل وو.
هند، وروسته له هغې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په تعقیب یې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی دې هېواد ته سفر وکړ، له طالبانو ادارې سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.
