افغانستان سیاست

د ایران د روغتیا وزارت پلاوي کابل کې له ملا برادر سره لېدنه کړې

د ایران د روغتیا وزارت د مرستیال مهدي پیرصالحي او ددغه هیواد د خوړو او درملو ادارې رئیس په مشري یو پلاوی کابل ته راغلی دی.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره په لیدنه کې د هیواد دننه د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا او همدارنګه ددغو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي پر موضوع خبرې اترې کړي.

د ایران د روغتیا وزارت د مرستیال مهدي پیرصالحي په مشرۍ پلاوي داسې مهال کابل ته سفر کړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو کې د اړېکو خرابېدو او ټرانزیټي لارو تړلو غبرګون کې طالبانو د پاکتساني درملو د واردولو لپاره یوازې ۳ مېاشتې مهلت ورکړی.

له دې سره د هند حکومت تېره اونۍ افغانستان ته د ۷۳ ټنو درملو او طبي مرستې لېږد پر مهال ویلي، چې هند به له افغانانو سره د طبي وسایلو او درملو د کمښت مخنیوي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نږدې دوه مېاشتې وشوې، چې افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارو تړل کېدو ترڅنګ هغه هېواد ته د افغان ناروغانو ته ورتلو لارې هم تړل شوي، چې دې کار ګڼ ناروغان هم له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.