افغانستان

د طالبانو مشر د کندهار د سرې مياشتې رئیس له دندې ګوښه او زنداني کړ

د شنبې پر ورځ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په امر د کندهار د سرې مياشتې رئیس مفتي فېض الله فېضي او د سويلي حوزې په کچه د سرې مياشت مشر ملا اختر محمد خادم له دندي ګوښه او په يوه مياشت بند محکوم شول.

کندهار کې د طالبانو د والی ویاند عطاءالله زيد وایي، د شنبې پر ورځ د طالبانو د سترې محکمې مرستيال او د سويلي حوزې لپاره د طالبانو د تميز رئیس مولوي سردار محمد ابوالفیضان په مشرۍ، چې د تمېز د دېوانونو رئیسان، د طالبانو د مرافعه محکمې رئیس او د طالبانو د پوځي محکمې قاضي يې هم ملتیا کوله، د کندهار د سرې مياشتي لپاره د طالبانو رئيس او د سويلي حوزې لپاره د سرې مياشتي مشر له دندي ګوښه او د دغو دوو طالب چارواکو د يوې مياشتي د بندي کولو امر يې وکړ.

زيد وایي قضايي پلاوي دغه پرېکړه د طالبانو د مشر په امر کړې ده.

کندهار کې د طالبانو د والي ویاند وایي د سرې مياشتي دغو دوو مسئولينو د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله هغه فرمان پنځه مياشتي ځنډولی و، چې د ذهني معلولينو او یتیمانو لپاره د امکاناتو او ځای د چمتو کولو په اړه وو.

موږ هڅه وکړه، چې له دندو له ګوښه شوو طالب مسئولينو سره خبري وکړو، خو هغوی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

پر همدې مهال له دندو ګوښه شوو طالب مسوولينو ته يوه نږدې سرچينه وایي، د طالبانو د مشر فرمان او امر ځکه دوی نه و عملي کړی، چې د سرې مياشتي د ټولني په اصولو کې يې د عملي کولو قانوني اجازه نه درلوده.

دا لومړی ځل دی، چې کندهار کې طالب مسوولين د دغه ډلي د مشر په امر د وظيفوي غفلت په تور له دندي ګوښه کیږي.