کډوالي متحده ایالتونه

د امریکا د کورني امنیت وزیزې: د یو شمېر هېوادونو پر وګړو به د سفر بندیزونه پراخه شي

د امریکا د کورني امنیت وزیره کریستی نوئم

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوئم، د ډونالډ ټرمپ له لیدنې وروسته اعلان کړی چې هغه په هر هغه هېواد «د پراخ سفر بندیز» سپارښتنه کړې؛ چې د ده په باور امریکا ته «خطرناک مهاجرین» لېږي.

نوموړې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي:

ما همد اوس له ولسمشر سره ولیدل، زه پر ټولو هغو لعنتي هیوادونو د بشپړ او پراخ سفر بندیز لګوم، چې زموږ هیواد له قاتلانو، وینه زبېښونکو او پر ټولنیزو مرستو روږدو کسانو ډکوي.

کریسټي نوئم زیاته کړې ده:

زموږ نیکونو دا هېواد په خپلو وینو، خولو او ازادۍ سره د نا پایه مینې پر بنسټ جوړ کړی، نه د بهرنیو یرغلګرو لپاره چې زموږ اتلان وژني، په سختۍ سره زموږ د مالیاتو لاسته راغلي ډالر خوري او هغه څه چې موږ یې باید د خپلو امریکایانو د هوساینې لپاره وکړو، دوی یې راڅخه وتروړي.