افغانستان سیاست

خواجه آصف: د طالبانو په پېژندنه او راتګ کې پاکستان غلط شوی

خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان ددفاع وزیر خواجه آصف وايي د طالبانو په رابطه د پاکستان درک غلط وو.

نوموړي له دویچوله سره په مرکه کې ویلي،چین، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او ترکیه اوس له پاکستانه ډېر، پر طالبانو مستقیم یا غیر مستقیم نفوذ لري، ځکه دا هېوادونه پیسې لګوي، خو اسلام‌اباد دومره لګښت نه کوي.

خواجه آصف زیاته کړې چې د افراط‌پالنې او ترهګرۍ دا لړۍ د افغانستان په اړه د پاکستان د مینې پایله ده، او اسلام‌اباد تر اوسه هم د دې بیه پرې کوي.

هغه ټینګار کړی دا پاليسي د اتيايمو کلونو په لومړیو کې د جنرال ضياءالحق په وخت کې ایښوول شوې وه او پاکستان تر ننه ترې نه دی خلاص شوی.

د ده په وینا، هغه وخت کې په پاکستان کې یوه حاکمه نظریه دا وه چې د جنرال ضياءالحق دیکتاتورۍ د دوام لپاره د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ ضروري دی.