د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د وګړو د پناه غوښتنې بهیر به د اوږدې مودې لپاره ودروي.
ټرمپ زیاتوي چې امریکا لا هم کافي ستونزې لري او د دغو هېوادونو پناه غوښتونکي نور نه غواړي.
له بلې خوا، د امریکا د کورني امنیت وزیرې، د پخواني ولسمشر جوبایډن اداره، له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي او امریکا ته د زرګونو افغانانو د انتقال په پار په ناغېړۍ تورنوي او وایي، چې دغه امنیتي خلا په یو جدي ګواښ بدل شوی دی.
