د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د افغانستان، په ګډون به د څو هېوادونو د وګړو د کډوالۍ غوښتنې پروسه په دې هیواد کې د اوږده مهال لپاره وځنډول شي.
هغه دا خبرې د ایر فورس وان په الوتکه کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې کړي، چې د واشنګټن په پېښه کې د یوتن افغان وګړي له خوا د امریکا د ملي ګارډ ځواکونو د دوه غړو په ویشتلو پورې اړه لري.
ټرمپ ویلي: هو، دوی هغه کسان دي چې باید سږ کال زموږ په هېواد کې نه وای.
ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا ځنډ به څومره وخت دوام وکړي، په ټینګارسره وویل:
موږ دوی نه غواړو. موږ لا هم ستونزې لرو. موږ دوی نه غواړو. نه، هیڅ ټاکلې موده نشته، خو ښايي اوږده وي. موږ دوی نه غواړو. آیا تاسو په دې پوهیږئ؟
ټرمپ یې لامل هم څرګند کړ چې ولې دغه کډوال نه غواړي:
«ایا پوهېږئ ولې دوی نه غواړو؟ ځکه چې ډېری یې ښه نه دي او باید زموږ په هېواد کې نه وي. له بېلابېلو هېوادونو هغه خلک راځي چې زموږ دوستان نه دي، یا د بې نظمه او بې ثباته هیوادونو دي، لکه سومالیا چې هېڅ حکومت، ملي اردو یا پولیس نه لري. دوی یوازې یو بل وژني، بیا زموږ هېواد ته راځي او موږ ته وایي چې څنګه خپل هېواد اداره کړو. موږ دا نه غواړو.»
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ په ټوله نړۍ کې امریکایي کونسلګریو ته په ټیلیګراف کې لارښوونه کړې چې د افغانانو لپاره د(مهاجرت د ځانګړویزو په ګډون) ویزو ورکولو پروسه وځنډوي.
خو رویټرز ویلي په دې ټیلیګراف کې راغلي چې له د افغان غوښتونکو لپاره له وړاندې ټاکلې شوې مرکې لغوه نکړي، قنسولي مامورین باید یواځې د ویزو ورکړه و ځنډوي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې ناچاپ ویزې باید لغوه شي، او چاپ شوې له منځه یوړل شي او په سیسټم کې رد شي.
ټرمپ په ټیلیګراف کې ویلي و چې د افغانانو د ویزو د پروسې د ځنډولو هدف دا دی چې د غوښتونکو هویت او د ویزې لپاره د هغوی وړتیا تایید شي.
په دې پیغام کې راغلي:
«له دې شېبې څخه، قنسولي مامورینو ته لارښوونه کیږي چې د مهاجرت دځانکړو ویزو په شمول د افغانستان د وګړو هر ډول مهاجرتي یا غیر مهاجرتي ویزوغوښتنې رد کړي.»
رویټرز ویلي چې دا اقدام په عملي ډول د افغانستان د وګړو لپاره ځانګړې مهاجرتي برنامه یا SIV چې د امریکا په شاوخوا ۲۰ کلن حضور کې یې مرسته کړې وه، ځڼډوي.
دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د تیرې چهارشنبې ورځ تر ماسپښین وروسته، د امریکا د استخباراتو تر ملاتړلاندې د یوې پخوانۍ ډلې پخوانی غړی رحمانالله لکڼوال په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پردوه سرتېرو د ډزو په تور نیول شوی. چې یوه سرتېرې وروسته مړه شوه.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې د دې پېښې په تعقیب د افغانانو د مهاجرت غوښتنې پروسه په نامحدوده توګه وځنډوله.
