سیاست متحده ایالتونه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، هغو کسانو ته د ویزو ورکول درول شوي، چې د افغانستان پاسپورت سره سفر کوي

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په یوه «بیړني» اقدام کې یې هغو کسانو ته د ویزې ورکول درولي دي چې د افغانستان له پاسپورټ سره سفر کوي.

ددغه وزارت په ایکس پاڼه کې راغلي دي: «دغه وزارت د امریکا د ملي امنیت او عامه خوندیتوب لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کوي.»

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، یادې خبرپاڼې ته په اشارې سره په ایکس لیکلي دي چې متحده ایالات «له خپل ملت او خلکو د ساتنې څخه لوړه هېڅ لومړیتوب» نه لري.

دغه اقدام وروسته له هغه ترسره کېږي چې تېرې اونۍ د چهارشنبې په ماسپښین یو افغان تبعه رحمان‌الله لکنوال، چې په ۲۰۲۱ کال کې د تخلیې په الوتنو کې امریکا ته انتقال شوی و، د سپینې ماڼۍ په سيمه کې دوه د امریکا د ملي ګارد سرتېري په ډزو ویشتل.