افغانستان امنیت

عبدالغني برادر وایي، د هر بهرني «یرغل» د ځواب ویلو ته چمتو دي

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د دوی د کمانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې ټینګار کړی چې دوی به چا ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان پر خاوره «تجاوز» وکړي او د هر ډول برید په وړاندې د ځواب ویلو توان لري.

نوموړي په دې مراسمو کې ویلي:
«د هېواد د پولې ساتنه، د شرور عناصرو پر وړاندې درېدل او د خاورې دفاع ستاسو سپېڅلی او اساسي مسؤولیت دی.

د هېواد دښمنان باید د افغانانو حوصله او زغم و نه ازمويي.»

عبدالغني برادر همدارنګه ادعا کړې چې طالبان د حدودو د رعایت او له هر هېواد سره د متقابلو اړیکو ټينګښت ته ژمن دي.

دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې درې ورځې وړاندې د خوست، پکتیکا او کنړ ولایتونو پر برخو هوایي بریدونه شوي وو.


طالبان ادعا کوي چې دغه بریدونه د پاکستاني پوځ له لوري شوې دي او په ترڅ کې یې لس ملکي کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبان ټینګار کوي چې دغه بریدونه «د قاطع غبرګون» مستحق دي او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه حق لري چې د هر بهرني تهدید پر وړاندې اقدام وکړي.