افغانستان

نورستان کې نجونې اوس هم د وسلو او څارویو په بدل کې واده کېږي

نورستان ولایت کې خلک اوس هم له لوړ ولور څخه شکایت کوي.

د یاد ولایت په غربي نورستان کې د نجونو په ولور کې اوس هم وزې، غواګانې او وسلې ورکول کېږي.

د ولور دغه دود د ياد ولايت نورګرام ولسوالۍ شام درې سيمه کې له کلونو راهیسې روان دي.

د یادې سیمې ډېری زلمیان د ناچارۍ له  له امله کلونه کلونه واده نه شي کولای. او دغه‌راز کوژدنې شوې نجونې بیا د همدې کلتور له امله کلونه، کلونه د پلار په کور کې ناستې وي.

 ۳۵ کلن امیرشاه د نورګرام ولسوالۍ د شام درې اوسېدونکي خپله لومړۍ مېرمن د کورنيو ستونزو له امله طلاق کړې ده.

دی وایي ډېر وخت وشو چې دوهمه کوژده یې کړې، خو د ولور د پوره کېدو په لټه کې دی؛ خو په خبره یې د ناچارۍ له امله لا هم نه دی توانيدلی خپله کوژدنه راواده کړي.

امیرشاه وایي: «مخکې مې واده کړی و او ۱۸ غواګانې مې ورکړې وې، منځ کې جنجال راغی هغه مېرمن پرېښوده غواګانې هم ختمې شوې. اوس دوهمه ښځه مې کړې وسله مې پوره کړې، خو نور ولور پاتې څه وکړم.»

یوازې امیرشاه له دې برخلیکه نه ځورېږي، د ده ترڅنګ د یادې سیمې ډېری ځوانان بې ودونو ګرځي.

عبدالهادي وایي، د دوی په سیمه کې ولور ډېر لوړی دی او ډېری ځوانان چې عمرونه یې هم زیات دي د واده کولو وس نه لري.

هغه زیاتوي: «ولور زموږ په شام دره کې ډېر لوړ دی. ۱۰۰ وزې اخلي. ۵ غواګانې یا که وزې نه ورکوې نو ۲۵ غواګانې دا سخته ده ځوانانو ته.»

نجم الدین او عبدالسلام هم د ځوانۍ ډېره برخه خوړلې او لایې ودونه نه دي کړي.

دوی وایي په همدې نوم، چې ولور څنګه کړي په وېښتانو او ږیرو کې یې سپین ولګېدل، خو لا هم تمه نه لري.

د دوی په خبره که ولور همداسې وي نو په دې بېوزلۍ کې ښه ده، چې بې واده وګرځي ځکه، وایي توان یې نه لري.

په ورته مهال دیني علماء هم د اسلام له نظره دا دود ناروا بولي.

دیني عالم جمعه دين وایي ډېری وخت ټاکل شوی ولور نجلۍ نه، پلار یې اخلي او په خبره یې دا بې عدالتي او د نجلۍ په حق کې ښکاره ظلم دی.

 هغه وایي: «ښځه خو مظلومه ده، دلته د دوی حق پلار او کورنۍ خوري دا د نجلۍ حق دی، چې بېرته یې خاوند ته ورکړي، خو دوی لا په دې حقونو نه پوهېږي.»

يوازې د نورستان نورګرام ولسوالي نه ده، چې دا ډول ولور پکې دود دى؛ بلکې د هېواد په ځینو نورو ولايتونو کې د  ناسم دود له امله ځوانان په کلونو کلونو له هېواده مسافر او سخت کارونه ترسره کوي ترڅو وکولای شي د خپل واده لګښت پوره کړي.