امنیت متحده ایالتونه

امریکا؛ پر ملي ګارډ د ډزو له امله د افغانانو د کډوالۍ بهیر بند کړ

واشنګټن ډي سي کې د برید له سیمې عکس

دامریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ فدرالي  چارواکو ویلي چې د افغانانو د مهاجرت د ټولو غوښتنلیکونو بهیر وروسته له هغه و درول شو، چې یو افغان وګړي سپڼې ماڼۍ ته څېرمه د ملي ګارډ دوه غړي په ډزو وویشتل.

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې ویلي: «د امنیتي پروتوکولونو او شالید څېړنو د بیاکتنې تر بشپړیدو پورې د افغانستان د اتباعو د کډوالۍ د ټولوغوښتنلیکونو بهیر بې درول شوی.

یاده اداره زیاتوي دا اقدام وروسته له هغه ترسره شو، چې د رحمان‌الله لکڼوال، په نوم یو ۲۹ کلن، افغان د چهارشنبې په ورځ د امریکا ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې وکړې

ولسمشر ډونالد ټرمپ تر پېښې وروسته وویل:

 «دا حیوان به سخته سزا وویني او، موږ باید د ټولو هغو افغانانو بیاکتنه وکړو چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې امریکا ته راغلي، او د هغو کسانو پر وړاندې ټول اړین ګامونه پورته کړو چې دلته د ژوند وړ نه دي.»

د متحده ایالاتو د کډوالۍ فدرالي اداره وايي د دې اقدام موخه د امریکا امنیت خوندي کول دي، خو ځینې څارونکي وايي چې د افغان کډوالو پر ژوند او راتلونکې به یې سخت اغېزې ولري.

ټرمپ په خپلو خبرو کې افغانستان «د ځمکې جهنم» بللی او ویلي  یې دي چې دا افغان د ۲۰۲۱ په سپتمبرکې د بایډن ادارې له خوا د «بدنامې» تخلیې الوتنو له لارې امریکا ته لېږدول شوی و.

په ۲۰۲۱ کې، د امریکا پوځ د دوه لسیزو جګړې په پای کې له افغانستان څخه شاوخوا لسګونه زره کسان ایستلي، او شاوخوا ۸۵,۰۰۰ افغانان د «عملیاتو د مرستې» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوي.

ډیری یې لومړی په پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي او تر کتنې او څېړنې وروسته امریکا ته لیږدل شوي دي.

ډیری افغانان د کډوالۍ ځانګړو ویزو، پناه غوښتنې، یا لنډ مهال خوندي توب لپاره انتقال شوي.