Uncategorized @ps افغانستان سوداګري

افغانستان د ۳۲۲ میګا واټه برېښنا له کمښت سره مخ دی

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو په یوه ناسته کې ویلي چې هېواد د برېښنا له کمښت سره مخ دی.

د برېشنا شرکت اجراییوي رییس، عبدالباري عمر، ویلي: «اوس مهال په هېواد کې د برېښنا ټولیزه تقاضا ۱۱۵۲ مېګاواټه ده له دې جملې یوازې ۸۲۹ مېګاواټه برېښنا لرو او شاوخوا ۳۲۲ مېګاواټه له کسر سره مخ یو.»

په ورته مهال، د بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه د پلازمېنې اوسېدونکي وايي چې د برېښنا پرله‌پسې پرچوي د خلکو ورځنی ژوند له سختو کړاوونو سره مخ کړی دی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې پنځه تر شپږ ساعتونو برېښنا لري، چې دا حالت کورنۍ او تولیدي شرکتونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.« د کابل اوسېدونکی رامین، وايي: «برېښنا که وي، یو ساعت راځي، بیا پرې کېږي. شپه راځي؛ سبا بېرته په سهار پرې کېږي. کله راځي چې موږ ویده یو؛ له ۹ یا ۱۰ بجو شپې راځي تر نږدې سهاره.»

د کابل اوسېدونکي زیاتوي چې د برېښنا نامنظم پرچوي نه یوازې پر ورځني ژوند اغېز کړی، بلکې په کاروبارونو، برقي وسایلو، انلاین زده کړو او د کورونو په ګرم ساتلو یې هم جدي اغېز لري.

سره له دې چې خلک د برېښنا له وضعیت ناخوښ دي، د طالبانو تر ادارې لاندې برېشنا شرکت ادعا کوي چې یوازې په روان کال کې یې د برېښنا د تولید په برخه کې له ۵۰،۳ میلیارده افغانیو ډېره پانګونه کړېده.