د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام مسوولین وايي، افغانستان ته د نږدې دوه نیم میلیونو افغان کډوالو بېرته راستنېدلو روان کړکېچ لا ژور کړی دی. دې ادارې لیکلي چې د بېرته ستنو شویو کډوالو دا پرلهپسې جوپې میلیونونه نور خلک هم بېوزلۍ ته ټېل وهي او د خلکو پر اقتصادي حالت منفي اغېز کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، په وروستیو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه په میلیونو افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دي. د پاکستان د نوو محدودیتی تګلارو له امله نږدې نیم میلیون افغانان په بېړنۍ توګه له هېواده ایستل شوي، او دا لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.
د کډوالو د نړیوالو ادارو معلومات ښيي چې ډېری ستنېدونکي له اسنادو، سرپناه او لومړنیو خدمتونو څخه بېبرخې دي. له ایران څخه هم لسګونه زره افغانان د اقتصادي ستونزو او د اسنادو د نشتوالي له کبله په جبري ډول هېواد ته استول شوي، چې ډېری کورنۍ د ژوند بنسټیزې اړتیاوې نه شي پوره کولای.
له بلې خوا د کډوالو نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانان د اقلیمي بدلونونو له امله سخت زیانمن شوي دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي چې د ټول نفوس لس سلنه جوړوي، د چاپېریالي ناورینونو او طبیعي پېښو له اغېزو سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام ټینګار کوي چې د ستنېدونکو، داخلي بېځایه شویو او اقتصادي فشارونو ګډ بار میلیونونه افغانان د شدیدې بېوزلۍ له ګواښ سره مخ کوي او د ټولنې وړتیاوې کمزورې شوې دي. دغه اداره خبرداری ورکوي چې یوازې لنډمهاله مرستې د وضعیت د ښه کېدلو لپاره بسنه نه کوي، او اړتیا ده چې د اوږدمهاله پروګرامونو، د ښځو د اقتصادي ګډون د پیاوړتیا، د کار زمینې برابرولو او بنسټیزو خدمتونو د پراختیا لپاره جدي ګامونه پورته شي.
په افغانستان کې دا مهال بېرته ستانه شوي افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي: ډېری یې اسناد نه لري، زده کړو او روغتیا ته محدود لاسرسی لري، سرپناه نه لري، د خوړو او لومړنیو اړتیاوو کمښت یې ژوند سخت کړی او ماشومان او ښځې د رواني فشارونو تر اغېز لاندې دي.
د ملګرو ملتونو ادارو ګډه ارزونه خبرداری ورکوي که نړیواله ټولنه او محلي ادارې عاجل اقدام ونه کړي، نو دا کړکېچ به د نوې بېځایه کېدنې، ژور فقر او ټولنیز بېثباتۍ لامل شي.
