کډوالي

سرچینې: پاکستاني پولیسو د اسلام‌اباد په ارجنټاین پارک کې افغانې مدني فعالانې وهلي ټکولي

A screenshot from a video showing Pakistani police’s raid on the migrants camp in Islamabad.

له اسلام‌اباده سرچینو آمو ته ویلي چې تېره شپه ناوخته د پاکستان امنیتي ځواکونو یو شمېر افغان ښځینه مدني فعالانې، ماشومان او نارینه کډوال په ارجنټاین پارک کې «وهلي ټکولي» دي.

د سرچینو په وینا، پولیسو د شپې شاوخوا ۱:۳۰ بجې پرته له کومې مخکینې خبرتیا پارک کلابند کړ او په ناڅاپي ډول یې پر ښځو او ماشومانو فزیکي برید وکړ.

سرچینې زیاتوي چې دغه ښځې او نور افغان مهاجر له څلورو میاشتو راهیسې په همدغه پارک کې د تحصن په خیمو کې ژوند کوي او د ګرمۍ، باران او سړې هوا په منځ کې یې له ډېرو سختیو سره مقاومت کړی دی.

د مدني او بشري حقونو فعالان وايي، د پاکستان پولیسو دا چلند، چې د شاوخوا څلور سوه زیان‌منو کورنیو د جبري لېږد او هغوی ته د شړلو ګواښ هم پکې شامل دی، نه یوازې د پناه‌غوښتونکو د ساتنې نړیوالو اصولو خلاف دی، بلکې د دغو کسانو د امنیت او ژوند لپاره جدي خطر هم جوړوي.

دغه فعالان چې ځانونه د «ارجنټاین پارک د یارانو او ملاتړو» ډلې غړي معرفي کوي، له نړیوالو بنسټونو، بشري حقونو سازمانونو او رسنیو غواړي چې د دغو «بې‌دفاع» کډوالو غږ پورته کړي. په یوې اعلامیې کې یې ویلي: « د دغه سیستماتیک تاوتریخوالي پر وړاندې د چوپتیا معنا دا ده چې هغه انسانان یوازې پرېږدو چې د عدالت تر غوښتنې بل څه نه لري.»

د پاکستان پولیسو او دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.