امو ته سرچینو ویلي چې پاکستان کې د کډوالو د نیولو په بهیر کې د افغانستان یو خبریال نورالله اکبري پولیسو نیولی دی.
د سرچینې په وینا، پولیسو دغه خبریال د دوشنبې په ورځ د لیندۍ ۳مه د اسلامآباد د «فیصل ټاون» سیمې څخه ونیوه او د لنډ مهال ساتنې یوه کمپ یا «حاجي کمپ» ته یې انتقال کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامآباد او طالبانو ترمنځ، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ترینګلتیا او شخړو د زیاتېدو له امله، پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او جبري شړلو لړۍ چټکه کړې ده.
پاکستاني پولیس تر دې مخکې هم د جعفر نیازي په ګډو یو شمېر افغان خبریالان نیولي وو.
پاکستان په وروستیو کې د افغان وګړو د ویزو غځېدنه درولې او د کډوالو نیول او له دې هېواد څخه ویستل په بې ساري توګه زیات شوي دي.
په همدې حال کې، په تبعید کې د خپلواکو افغان رسنیو ملاتړ بنسټ «نی» له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د افغان خبریالانو او رسنیو کارکوونکو د ایستلو بهیر بند کړي، او په افغانستان کې یې د مرګ کومي ته ورکولو ګواښ څخه و ژغوري.
دغه بنسټ ټینګار کړی، هغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې د ځان ساتنې لپاره پاکستان ته تللي، باید د نړیوالو بشري حقونو پر بنسټ د پولیسو له نیولو او شړلو ګواښ څخه خوندي وي.
دغه راز ځینو کډوالو په تیرو ورځو کې آمو ته ویلي چې د پاکستان پولیسو دوی ته د خپلو کورونو د تخلیه کولو ګواښ کړی دی.
