د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې په هیواد کې پر ښځو تاوتریخوالی یوازې یو فردي ستونزه نه ده؛ بلکې یو ژور ټولنیز، جوړښتي او سیاسي کړکېچ دی چې د میلیونونو ښځو او نجونو ژوند یې اغېزمن کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «په هغه هېواد کې چې تبعیض او محدودیت رسمي سیاست ګرځېدلی، افغان ښځې او نجونې هره ورځ د محرومیت، حذف او تاوتریخوالي له بېلابېلو بڼو سره مخامخېږي؛ داسې تاوتریخوالی چې نه پټ دی او نه هم تصادفي، بلکې منظم او سازماني دی.»
شبکه ټینګار کوي چې په افغانستان کې ښځې د ژورو چوپتیاوو تر سیوري لاندې، او د قانون، عدالت او ملاتړ له نشتوالي سره، د تاوتریخوالي د ډېرو ډولونو قرباني کېږي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې هېڅ ښځه باید یوازې د خپل جنسیت له امله له زدهکړو، کار، ازادۍ، کرامت او امنیت څخه محرومه نه شي. د ښځو پر زدهکړو او کار بندیز، د جنسیتي تاوتریخوالي څرګند ډول دی. سپکاوی، سانسور، حذف، او د تګراتګ او بیان پر ازادۍ محدودیتونه هم د جوړښتي تاوتریخوالي جدي بڼې دي. هغه ټولنه چې خپلې ښځې چوپه غواړي، نه پایدار پاتې کېږي او نه د ودې او پرمختګ هیله پکې شونې ده.
اعلامیه زیاتوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای یوازې هغه وخت امکان لري چې «چوپتیا ماته شي، پوهاوی لوړ شي او ټولنیزه همبستګي رامنځته شي». د ښځو د حقونو مبارزه یوازې د ښځو مبارزه نه ده؛ بلکې د هر هغه انسان دنده ده چې پر کرامت، برابري او عدالت باور لري.
د «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې» نمانځنه هر کال د نومبر پر ۲۵مه یا د لېندۍ په څلورمه ترسره کېږي. دا ورځ د دې لپاره نومول شوې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه پوهاوی زیات کړي او د هغه د پای ته رسولو لپاره نړیوالې هڅې وهڅوي.
دا ورځ د درې ښځینه سیاسي فعالانو، چې په دومینیکن جمهوریت کې په «بېرحمانه ډول ووژل شوې»، په ویاړ ټاکل شوې ده. دغه درې خوېندې د «میرابال خوېندو» په نوم پېژندل کېږي.
