نړۍ

روسي پوځ د اوکراین د کوپیانسک ښار د نیولو ادعا کوي، اوکراین یې ردوي

د روسیې لوی درستیز ولېري ګېراسیموف، ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې روسي ځواکونو د اوکراین شمال ختیځ ښار کوپیانسک نیولی دی، خو اوکراین وايي دا ادعا ناسمه ده او ښار لا هم د دوی تر کنټرول لاندې دی.

اوکراین د روسیې هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې روسي ځواکونو د پوکروفسک او وووچانسک ښارونو لویې برخې نیولي دي. پوکروفسک هغه مهم ښار دی چې روسي ځواکونه له څو میاشتو راهیسې پرې د فشار هڅه کوي.

کرملین وايي پوتین د روسي ځواکونو د “لویدیځ” ډلې قوماندې مرکز ته تللی و او هلته یې له لوړپوړو پوځي چارواکو سره د جګړې وضعیت څارلی. په یوه ویډیويي راپور کې، ګېراسیموف ویلي: «د لویدیځ ډلې ځواکونه د کوپیانسک ښار پر نیولو بریالي شوي او د اوښکول سیند په بل اړخ کې محاصره شوي اوکرایني ځواکونه ماتوي.»

هغه دا ادعا هم کړې چې روسي ځواکونه د پوکروفسک ۷۰ سلنه او د وووچانسک ۸۰ سلنه تر خپل کنټرول لاندې لري. د هغه په خبره، تر ټولو سختې جګړې دا مهال د پوکروفسک په سیمه کې روانې دي او اوکرایني ځواکونه “سخت مقاومت” کوي.

د اوکراین پوځ په یوه تازه اعلامیه کې ویلي: «کوپیانسک د اوکراین د پوځ تر بشپړ کنټرول لاندې دی.»

په اعلامیه کې راغلي چې روسیه د وووچانسک او پوکروفسک د نیولو په اړه هم دروغجنې ادعاوې کوي. د اوکراین د پوځ په وینا، یوازې د پوکروفسک په سیمه کې روسي ځواکونو ۵۶ جلا بریدونه کړي دي.

روسي ځواکونه په دونېڅک سیمه کې ورو ورو لوېدیځ ته پرمختګ کوي ترڅو د دونباس ټولې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. دونباس د دونېڅک او لوهانسک ولایتونو ګډه سیمه ده.

بل لور ته راپورونه وایي روسي ځواکونو په سویلي زاپورېژیا سیمه کې هم پرمختګ کړی او دا مهال د اوکراین شاوخوا ۱۹ سلنه خاوره د روسیې تر کنټرول لاندې ده