افغانستان

ډاکټر اشرف غني: د پاکستان پوځي یرغل وضعیت لا حساس کړی او هېواد اوس عاجلو حللارو ته اړتیا لري

د افغانستان پخوانی ولسمشر، اشرف غني

پخواني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني ویلي چې افغانستان د تاریخ په یو خورا حساس پړاو کې ولاړ دی او د پاکستان وروستي پوځي یرغل د هېواد وضعیت لا نور هم کړکېچن کړی دی. نوموړي دا څرګندونې نن په خپله فیسبوک لیکنه کې وکړې او زیاته یې کړه چې اوس افغانستان تر بل هر وخت زیات عاجلو، ملي او هوښیارانه حللارو ته اړتیا لري.

غني ویلي، هېواد د مهمو انتخابونو په څلورلارې ولاړ دی؛ یوه لار د بحران ژورېدل دي او بله لار د ملي ګټو پر اساس د هوښیارې اجماع رامنځته کول دي. هغه ټینګار کړی چې د راتلونکي د لوري ټاکلو لپاره باید د اوسني وضعیت د دقیق تشخیص ترڅنګ دا پوښتنې ځواب شي چې ملي ګټې څه دي، څنګه پرې اجماع رامنځته کېدای شي او د هغې د تأمین عملي لارې کومې دي.

هغه زیاته کړې چې د میلیونونو افغان کډوالو جبري شړل، زلزله‌یزې ویجاړۍ، او تر ټولو مهم، د پاکستان پوځي تېری، د افغانستان حالت له پخوا څو چنده حساس کړی دی. غني وایي چې د دغو پېښو له امله د حل لپاره د اقداماتو اړتیا لا بیړنۍ شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د تلپاتې سولې حق باید افغانانو ته ورستون شي، ځکه همدا سوله د مشروعیت، امنیت، اقتصادي ودې او د خلکو د سوکالۍ بنسټیز شرط دی. هغه ویلي چې افغانستان له ۴۷ کلونو راهیسې له دې حقه بې‌برخې پاتې شوی دی.

د غني په وینا، افغانستان په راتلونکو دوو کلونو کې یا د رغونې خواته تلای شي یا د ژور بحران کندې ته لوېدلی شي. هغه د حل اساسي لاره په ملي یووالي، د راتلونکي پر لور په حرکت، له نړۍ سره د اړیکو په بیا رغونه او د نوي ملي اجماع په جوړولو کې ویني، داسې اجماع چې د اکثریت ملاتړ ولري.

غني په پای کې لیکلي چې د ځان لپاره څه نه غواړي، خو که د خلکو غوښتنه وي، دی چمتو دی ترڅو د بحران د حل، د سولې د ټینګښت او د ملي یووالي پر لور د لارښوونې لپاره خپله ونډه ادا کړي.