ورزش

کرېکټ؛ افغان ابدالیانو هانګ کانګ ته د ۲۴ منډو په توپیر ماته ورکړه

د افغان ابدالیان لوبډلې د ځوانانو اسیا جام سیالیو کې هانګ کانګ لوبډلې ته د ۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او خپله دویمه بریا یې خپله کړه.

د لوبې پچه هانګ کانګ وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغانانو د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې، چې محمد اسحاق ۳۸، رحمن الله ځدراڼ ۲۴، فرمان الله ساپي ۲۳* او عمران میر ۲۰ منډې جوړې کړې. هانګ کانګ ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکل شو.

په دفاع کې افغان توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه. غضنفر، قیس احمد، فریدون داودزي او بلال سمیع د خپلو غوره توپ اچونو په مرسته هانګ کانګ لوبډله په ۱۱۷ منډو وسوځوله. په لوبه کې قیس احمد ۳ ویکټې واخیستې او د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

په دې بریا سره افغان ابدالیانو په خپل ګروپ کې دوه بریاوې ثبت کړې، او د نیمه پایلوبې پړاو ته رسېدل یې د سریلانکا او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ د راتلونکې لوبې پایلې پورې تړلي دي.