د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې تېرې یوې اونۍ کې ټول ۳۵۰۹۲ افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه بېرته ستانه شوي چې لوی شمېر یې په زور شړل شوي دي.
د دې ادارې په وینا، له دې شمېرې څخه ۱۷۰۲۷ تنه نارینه او ۱۸۰۶۵ تنه ښځې دي.
د کډوالو عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د نومبر له ۹مې تر ۱۵مې نېټې پورې افغانستان ته داخل شوي دي.
په همدې حال کې، پاکستاني رسنیو تازه راپور ورکړی چې د راولپنډۍ پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لپاره یو ځانګړې ډله جوړه کړې، تر څو هره ورځ نیول شوي افغان کډوال لنډمهالو کمپونو ته د ایستلو لپاره ولېږي.
د پاکستان د رسمي سرچینو په وینا، دا ځانګړې ډله له ۱۳ ځانګړو ټیمونو جوړې ده چې هر ټیم کې څلور پولیس، یو پلي څارنوال، او د ترهګرۍ ضد ادارې، امنیتي څانګې او ځانګړې څانګې له هرې ادارې څخه یو ـ یو کارکوونکی شامل دی.
د راولپنډۍ د پولیسو یو لوړپوړي مسوول مخکې ویلي وو:
«د پاکستان د حکومت د لارښوونو له مخې، د اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو پر ضد د پولیسو عملیات روان دي؛ خو د پولیسو کړنې د تمې خلاف دي. له همدې امله، پولیسو یوه ځانګړې ډله جوړه کړې چې هره ورځ د غیرقانوني افغانانو نیول او د ساتنې مرکزونو ته د دوی لېږد ترسره کړي.»
رسنیو همدارنګه ویلي چې د پولیسو اړوندو چارواکو ته لارښوونه شوې چې ټاکل شویو کسانو ته، چې د ځانګړو واحدونو غړي دي، هېڅ بله دنده ورنه کړي.
له بلې خوا، ایران هم د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ته دوام ورکړی او هره ورځ سلګونه کسان له سرحدي لارو له لارې افغانستان ته شړي.
د دغو دوو هېوادونو لهخوا د افغان کډوالو جبري ایستل له پراخو نړېوالو غبرګونونو سره مخ شوي، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له لوري؛ خو تر اوسه ایران او پاکستان په خپل دغه کډوالۍ ضد دریځ کې بدلون نه دی راوستی، هغه دریځ چې د کډوالو د حقونو فعالان یې «له انساني او بشري ارزښتونو سره په ټکر کې» بولي.
