پاکستان د ایران له هغه وړاندیزه هرکلی کړی چې غواړي د طالبانو او اسلامآباد ترمنځ منځګړتوب وکړي، او دا یې د دواړو هېوادونو د ورورۍ نښه بللې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي، د دوشنبې په ورځ وویل: «ایران زموږ ورور او دوست هېواد دی. پاکستان تل د ستونزو د حل لپاره د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو ملاتړ کوي او د ایران د منځګړتوب وړاندیز ستاینه کوي.»
هغه زیاته کړه: «موږ باور لرو چې ایران کولی شي مهم رول ولوبوي. ایران به له هېڅ منځګړتوب څخه ډډه ونه کړو او مونږ یې تل هرکلی کوو.»
اندرابي همدارنګه وویل چې هغه هېوادونه یا خواوې چې سیاسي یا قانوني موقف یې کمزوری وي، معمولاً د منځګړتوب ملاتړ نه کوي، خو د پاکستان دریځ د افغانستان د ترهګرۍ په وړاندې قوي دی، نو له همدې امله د ایران منځګړتوب به رد نه کړي.
ایران مخکې اعلان کړی و چې د پاکستان او افغانستان د امنیتي شخړو د کمولو لپاره چمتو دی منځګړتوب وکړي. په تېرو څو اونیو کې د قطر او ترکیې په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ څو خبرې شوي، خو کومه پایله یې نه ده لرلې.
وروستۍ شخړې د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ ژور اغېز کړی، د توکیو لګښتونه لوړ شوي او پر ټولنو اقتصادي فشار زیات شوی دی.
Top of Form
Bottom of Form
