رسنۍ

د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ: پاکستان دې د افغان خبریالانو د نیولو او شړلو لړۍ ژر تر ژره ودروي

افغان خبریال جعفر نیازی

د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ «نی په تبعید کې» په پاکستان کې د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیولو او شړلو د دوامداره هڅو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له اسلام‌اباد څخه یې غوښتنه کړې چې دا بهیر سمدستي ودروي.

بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان پولیس د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر تعقیب او نیولو بوخت دي، څو هغوی د افغانستان په لور وشړي. د معلوماتو له مخې، افغان خبریال جعفر نیازی د پنجشنبې په ورځ، په راولپنډۍ ښار کې نیول شوی او ښايي افغانستان ته واستول شي. دې وضعیت په پاکستان کې مېشت ګڼ شمېر افغان خبریالان له جدي اندېښنو سره مخامخ کړي، ځکه هغوی باور لري چې په بېرته ستنېدو سره یې امنیت او ژوند له خطر سره مخ کېږي.

«نی په تبعید کې» ټینګار کړی چې پاکستان باید د نړیوالو بشري قوانینو پر بنسټ د افغان خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي او د هغوی د شړلو پروسه ودروي. بنسټ ویلي که د پاکستان حکومت د افغان خبریالانو د هویت د تثبیت اړتیا ولري، دوی د پاکستان له اړوندو ادارو سره په همغږۍ دغه اړتیا پوره کولی شي.

دغه بنسټ همدارنګه د جعفر نیازی د بې‌قید شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې، او ویلي یې دي چې هغه د افغانستان په لور د شړلو په صورت کې له جدي خطر سره مخ کېږي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د پاکستان د پولیسو قانوني او انساني مسؤلیت دی چې د هغو خبریالانو ساتنه وکړي، چې یوازینی دلیل یې د طالبانو له ګواښونو څخه د ځان ژغورلو لپاره ګاونډي هېواد ته پناه وړل دي.

پاکستاني پولیسو تېره ورځ په اسلام اباد کې افغان خبر جعفر نیازی نیولی او لا هم د دوی په بند کې دی.