د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی چې له پاکستانه د واردېدونکو درملو پر وارداتو به د پنجشنبې (۲۲ عقرب) له نېټې څخه تر راتلونکو درې میاشتو پورې ګمرکي محصول اخیستل کېږي، خو د دې مودې له پای وروسته به پاکستاني درمل به په ګمرکي محصول کې شامل نه وي.
وزارت له ټولو درملواردوونکو سوداګرو غوښتي چې د یادو درې میاشتو په موده کې خپل تجارتي حسابونه تصفیه کړي او د نوو مقرراتو له مخې عمل وکړي.
دا اقدام د طالبانو د حکومت د رییسالوزرا د مرستیال عبدالغني برادر د لارښوونې پر بنسټ شوی دی.
عبدالغني برادر ویلي، چې له دې وروسته به له پاکستانه د درملو واردات بند شي.
له پاکستانه وارد شوي درمل د افغانستان د درملو د بازار ډېره برخه تأمینوي، خو د مالیې وزارت وايي دا پرېکړه د بېکیفیته درملو د مخنیوي لپاره شوې ده او ټینګار کوي چې باید د لوړ کیفیت درمل وارد شي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، د افغانستان له لوري د سوداګرۍ بندېدل د پاکستان لپاره اقتصادي زیان نه لري.
په ورته وخت کې د طالبانو د ننگرهار د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، هغه میوو او سبزیو بارلارۍ موټرې چې پاکستان ته د تګ په حال کې وې له تورخم دروازې بېرته راګرځول شوې دي.
د ننگرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفی له سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، هڅې روانې دي څو د داخلي او بهرنیو بازارونو د رامنځته کولو لپاره زمینه برابره شي، او له خلکو یې غوښتي چې له سوداګرو او پانګهوالو ملاتړ وکړي.
طالبانو څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې له پاکستان سره به د تجارتي اړیکو محدودولو پالیسي عملي کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیت لارې، په ځانګړي ډول تورخم او سپین بولدک بندرونه، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې تړلي دي، چې د سوداګرو په وینا د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور ته میلیونونو ډالرو زیان رسیدلی.
