فرهنګ او هنر

د افغانې خبریالې مستند فلم د اروپا په سینمايي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو

په عکس کې خدیجه امین، د مستند فلم جوړوونکې

مستند فلم «زما بچیان چېرته دي؟» چې د افغانې خبریالې خدیجه امین له‌خوا جوړ شوی، د چهارشنبې په ورځ د اروپا په سیویا ښار کې په یو سینمايي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو.

خدیجه امین وايي، دا مستند د درې کلونو دوامدارو میداني څېړنو او ثبتونو پایله ده او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان له بېلابېلو دردوونکو او ژورو بشري کیسو څخه یوه انځوروي.

اغلې امین د «بې پولې خبریالانو بنسټ» د اسپانیا څانګې د مدیره پلاوي غړې ده، همدارنګه د «امید آزادي» ټولنې مشره، د اسپانیا د یوې  ورځپاڼې ځانګړې خبریاله او د «تلفونیکا» رسنیز شرکت د تحریري ټیم همکاره ده.

په مستند کې د یوې افغان مېرمنې کیسه روایت شوې چې له ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وروسته یې اسپانیا ته پناه وړې ده. د مستند مرکزي څېره د درې‌ماشومانو یوه مور ده، خو د یوې قانوني او انساني تراژیدۍ له امله د افغانستان د رسمي اسنادو له مخې د مړې شوې ښځې په توګه ثبت شوې ده.

په فلم کې ښودل کېږي چې دغه مېرمن هېڅ قانوني سند نه لري څو وښيي چې د خپلو ماشومانو اصلي مور ده. د هغې مېړه ماشومان افغانستان ته وړي او د نږدې یو کال لپاره یې د مور او ماشومانو اړیکه پرې شوې ده.

مستند «زما بچیان چېرته دي؟» د یو ريښتیني او انساني لید له مخې د یوې مور رنځ، مقاومت او نه ستړې کېدونکې هڅه انځوروي، څو خپل هویت او د خپلو ماشومانو اړیکه بېرته ترلاسه کړي.

د اروپا په نندارتون کې د دغه مستند ننداره د افغان ښځو د غږ د رسېدو او د هغوی د ژوند د واقعیتونو د انکشاف په لور یو مهم ګام بلل شوی دی.