افغانستان

سعودي عربستان د سمنګان او بلخ زلزله‌ځپلو ته بېړنۍ مرستې ووېشلې

د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو او خيريه چارو مرکز د افغانستان د شمال زلزله‌ځپلو خلکو ته د بشري مرستو یوه تازه جوپه ورسوله.

د یاد بنسټ لخوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ په سمنګان او بلخ ولایتونو کې پر زلزله‌ځپلو کورنیو باندې ۵۰۰ خیمې، ۵۰۰ استوګنیزې کڅوړې او ۱۰۰۰ کارټنه خورما ووېشل شوې.

په کابل کې د سعودي سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا مرسته د هغو افغان کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په هدف شوې چې د وروستۍ زلزلې له امله یې کورونه او شتمنۍ له منځه تللې دي.

سعودي عربستان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له زلزله‌ځپلو او بې‌ځایه شوو کسانو سره د بشري مرستو په لړ کې فعاله ونډه لري، او د ملک سلمان د مرستو مرکز له لارې یې په پرله‌پسې ډول د خوراکي، روغتیایي او استوګنیزو توکو مرسته کړې ده.